

عبدالقادر خان خټک
ستا
لبانو بازار سوړ کړ د شکرو
هم د غاښو قيمت کم د مرغلرو
نه
په زور په لاس کښيوزي، نه په زرو
خدای دې نه کا څوک میېن په زورورو
مار
خوړلی په فرياد پورې خندا کا
ده لا درد لیدلی نه دی د بنبرو
ټولول،
کيښول د زرو ښځې کاندي
ورکول بازل یې خوی خصلت د نورو
چې
ژوندون یې وابسته په سرو لمبو دی
عاشقان دي په معنی د سمندرو
مخ
یې ګنج دی دواړه زلفې یې مارونه
سربازان به ګنج اخلي د اژدرو
چې له يار سره واصل توانګر هغه دی
خدایه! شمار عبد القادر کړه له توانګرو