...

عبدالقادر خان خټک

چا موندلی دی نارې وهي هُوهُو
 څوک طالب ځنې پوښتنه کا کوُ کوُ؟

عرشيان یې پرسش کا له فرشيانو
 فرشيان پسې هم ګرځي په سُو سُو

د دویی خبرې مه کوه مطربه
 په نغمو کې يو يو وايه نه دُو دُو

چې راغلی له عدمه دی وجود ته
 آواز يو تر بل کوي چې به ځو ځو

د ځوانۍ شاهين ياغی شو رابه نه شي

 که فرياد عبد القادر کاندي قُو قُو