

عبدالقادر خان خټک
دا
چمن به تل زيبا نه وي په ګلو
نه به تل باندې غوغا وي د بلبلو
نه
به تل سروې سرسبزه وي په باغ کې
نه به تل چنار زر ويش کا په منګلو
نه
به تل آبشار دا هسې په فرياد وي
نه به تل د باد نڅا وي په سُنبلو
ته
به تل نارې سورې وي د مستانو
نه به تل هسې په جوش وي خُم د مُلو
نه به تل عبد القادر موشګافي کا
نه به تل جهان خوشبو وي په کاکلو