...

عبدالقادر خان خټک

غره مه شه د دولت په بام ختو
 هر زمان یې ويره کړه له پريوتو

ډير یې هسک کړل بيا یې وويشتل په مزکه
 هسکول د چرخ په نيت وي د ويشتو

له اوله پيدا پَر د محبت کړه
 که آسمان ته قصد لرې د الوتو

چې یې مينه د ښه مخ په زړه کې نه وي
 د هغو مخونه نه دي د کتو

ما یې ځان د ده له سپيو سره مل کړه
 يوه ورځ یې راته و نه وې چې تو

چې ړندې نه شوې د يار په بېلتانه کې
 خوښ يم اوس د دواړو سترګو په وتو

بډايي په قناعت شي، نه په زرو
 سفيدي بويه د زړه، نه د ويښتو

خان خوږه کړه تر فارسي عبدالقادره

 که پخوا وه ترخه ژبه د پښتو