

عبدالقادر خان خټک
دنيادار په سپيو بولی يا په خرو
ته پرې ولې هومره مينه کوې ترو
عاشقان
د يار په مخ په شونډو مست وي
مستغني دي د جهان له سپینو سرو
زما
يار په خوب وده دی چې ويښ نشي
په پياله کې ساقي مۍ تويوه ورو
عام
عالم ورته بې بال و پَر ښکاريږي
لامکان ته عاشق ځي د عشق په پړو
توکّل
زما په خدایی، نه په طاعت دی
شيخه! تا زده، ستا طاعت زده، ستا اسرو
په
شامت د دې سړيو باران پريږده
شکر دا چې اور نه ووري له اورو
بې عمله په هيڅ ښه په چنو نه شي
نه په وروڼو په پلرونو نه په ترو
چې
د خدای په ياد مشغول سړی هغه دی
دا غافل خلق حساب دي په خرو مرو
نصيحت وایې همېش عبدالقادره!
مردګان که څوک مني، له اديرو