...

عبدالقادر خان خټک

نمر سپوږمۍ مزکه آسمان
 ځای په ځای په ځان حيران

اوبه سر وهي په کاڼو
 شپه او ورځ کاندي افغان

لړمون سوی د آتش دی
 باد هم ګرځي سرګردان

چې نشان یې مونده نه شي

 څوک به مومي بې نشان