...

عبدالقادر خان خټک

شکر شکر بيا يوځای شول حبيبان
 روسياه شول په دا منځ کې رقيبان

ساقي دريغ د پيالې نه کا له هيچا نه
 ترې محروم شول خود بخود بې نصيبان

په منبر باندې به سرې لمبې شي بلې
 که يو راز د عشق بيان کا خطيبان

چې په رګ مې ګوتې ږدي ګوتې یې سوزي
 زما رنځ به څرنګ مومي طبيبان

نن باغبان د باغ ګلونه واړه ټول کړه
 د زړه سود به په څه کا عندليبان

لبيبان د دنيا واړه ليوني دي
 ليونيو ته ښکاريږي لبيبان

د ژوندون جهان به غرق د فنا سيند کا
 که په ځان یې نوح نبي شي کشتي بان

د دنيا په ودانۍ عبث مښود کړي
 عمارت په سرایې کې نه کا غريبان

د سوارۍ زيرمه کوه عبد القادره!

 په هر لوري ډنډورې کا رقيبان