

عبدالقادر خان خټک
ښایسته
چې په خندا کاندي دندان سپين
تويوي له سپينې خولې دُر و مرجان سپين
تر
سپين مخ پورې یې تور لکه لونګ شي
که هر څو رامبيل چامبيل وي د بوستان سپين
که
د زلفو په سيایې جهان تياره کا
په جبين لکه سبا کا بيا جهان سپين
ملاحت
یې وو په مخ کې ستا له مخه
که هر څو په مخ يوسف وو د کنعان سپين
په
جمال به یې د يار سترګې بينا شي
که يعقوب غوندې کا کسي په هجران سپين
سفيدي
نه شي د زړه په سپينه ږيره
په سپين والي به د نمر يو نشي ځان سپين
تور بورا دی په ګل ناست عبد القادره!
که یې ايښی دی تور خال په زنخدان سپين