

عبدالقادر خان خټک
هيڅ
عاشق به ترې بيا نه مومي امان
عشق پيغور دی سره دواړه توامان
چې
به ستا په نصيحت و يار ته شا کړم
له زړه لرې کړه ناصحه دا بيان
چې
د کښليو له ديدنه ماړه نه شو
هر چا وړی دی و ګور ته دا ارمان
ښایسته
د مزکې مخ دی په خوبانو
که په ستورو حسن زيات دی د آسمان
نن
یې وې چې «صبا راشه خوله به در کړم»
مددګار شې بخته! بيا مه شه پښيمان
که
به وڅکوې لمن زما له لاسو
په قيامت زما لاسونه ستا دامان
تېر
وي تېر راتلونی نه وي لا راغلی
عاقلانو ته دنيا شوه د ارمان
سامان
د سر انجام فکر یې نه وي
نه سامان د بې سامانو دی سامان
د
يار درد عبد القادره د هغو دی
چې هرګز یې فکر نه وي د درمان