

عبدالقادر خان خټک
پرېمږدی
چې ژاړم شپه او ورځ لکه باران
ګل غوندې ريژن کا په وار وار کښلي ياران
ښه
دي پوهيدلي چې آخر به خاورې کيږي
ځان په ژوندانه کا تورې خاورې خاکساران
تا چې پخپل عمر شپه د درد ليدلې
نه ده
ځکه دې خندا شي چې فرياد کا افګاران
مرګ
یې رغيدن دی د دارو زېرمه یې مه کړه
خوښ په بېمارۍ دي ستا د سترګو بيماران
په
شکر د عزت چې یې عزيز بخيل دولت کړ
مه شړه له دره په ذلت سره خواران
وخت
دی که څه کر کړې بيا به وایې وار به تېر وي
تل به هسې نه وي ستا د عمر باغ ودان
کله
پخپل ځان باندې پيرزو د سړي بد وي
څوک شو له ازله نېکوکار څوک بدکاران
هر
چې يار یې نه وي پخپل کور لکه غريب وي
ناست پخپل وطن کې مسافر وي نيست ګاران
هيڅ
ملامت نه دی که فرياد عبدالقادر کا
هړاند یې دی په زړه د يار د زلفو ښاماران