

عبدالقادر خان خټک
شکر
شکر چې نه خان يم نه امير يم
نه بادشاه د ولايت نه یې وزير يم
نه
قاضي يم، نه مفتي، نه محتسب يم
چې بډيو، رشوتونو ته دوګیر يم
نه
مشرف نه کروړی نه یې فوځدار يم
نه عمال د چا د ملک او د جاګير يم
نه
دعوی د ملايۍ نه د شيخۍ کړم
نه ویل کړم چې صوفي صافي ضمير يم
نه
بنګي نه شرابي نه قمار باز يم
نه ټګي کړم نه رهزن نه غل کاسير يم
توانګري
د زړه لرم دنيا مې نشته
سرسايه زکات مې نه وځي فقير يم
قلندر
يم په ساده سپينه جامه کې
نه په فکر د درم او د نانير يم
په
ظاهر خندا هوس کوم له خلقه
په باطن کې ګرفتار د ځان په وير يم
قناعت
صبر هر ځای راته ګلزار کا
ګویا ناست لا په کابل لا په کشيمر يم
لږ
ديدن د کښليو کړم ښه آواز آروم
خدای مې وبښه اقرار پخپل تقصير يم
که
کرم را باندې کا جنت مې ځای دی
که حساب راسره کا اهل سعير يم
خوشحالۍ
مې په ديدن د کښليو کيږي
چې یې نه وينم يو دَم پسې زهير يم
په
آواز مې یې د زړه پرهار ګانډه شي
میېن ځکه د رباب په بم او زير يم
په
هر ځای یې چې قدم ايښی ښايسته وي
مينه دار په هغو خاورو تر عبير يم
خدای
دې روغ عبد القادره ځنې مه کړه
چې زخمي د خپل میېن د عشق په تير يم