...

عبدالقادر خان خټک

نه پوهيږم چې په ويښ يم، که خواب وينم
 چې دا هسې رنګ کارونه عجاب وينم

پلار و زوی و ته خبرې په نرمۍ کا
 زوی و پلار و ته په قهر و عتاب وينم

په اميد د مال و ملک چې ورميراث شي
 د مور پلار له مرګه زوی یې کامياب وينم

چې مقصود یې ترمينځ ووځي غليمان شي
 محبت په خپل مقصود د احباب وينم

واژګونه چارې په دهر کې لیدی شي
 محتسب کره شيشه د شراب وينم

په ښي لاس پياله د ميو مۍ نوشي کا
 په کيڼ لاس کې یې د فقهې کتاب وينم

که قاضي دی، که مفتي، که خطيب دی
 د همه وو کره چنګ و رباب وينم

تولّا تبرّا طمع ځنې يووړه
 عالمان د کافرانو په باب وينم

که پخوا فضل په علم په تقوی و
 اوس یې فضل د دنيا په اسباب وينم

د دوزخ په لور که تله په معصيت شي
 تر کافر د مسلم تله په شتاب وينم

ښې خوږې صافې اوبه په کور کې نه څښي
 تشنګان روان په لور د شراب وينم

که پخوا حاکم شبان خلق رَمه وو
 په دا دور یې ليوه يا قصاب وينم

لور په لور یې د ظلم لمبې بلې
 پکې زړونه د مظلوم کباب وينم

هيڅ مې نه زده چې انجام به یې په څه شي؟
 په بديو کې د خلقو جواب وينم

شکر شکر چې لا دَر د توبې وا دی
 د مشرق په لور ختل د آفتاب وينم

سامعان یې آمنّا و صَدَقّنا کا

 ستا ګفتار عبد القادره! صواب وينم