...

عبدالقادر خان خټک

عجب خوښ په خوب وده وم د آدم
 نه مې غم و د ښادۍ، نه د غم

يا وحوش وی يا طيور يا بل اشيا وی
 کاش که زه نه وی پيدا بني آدم

يا مې مرګ د هلکوالي وی چې خلاص وی
   ومې نه لیدی دا هومره ډير اَلم

نه اول شوم، نه دویېم شوم، نه دريم شوم
 څلورم بويه د حق فضل وکرم

چې مخلوق یې کړ آدم له ما وطنه
 روح یې کړ له خپله روحه پکې دَم

له اوله یې مسجود د فرښتو کړ
 په تکريم د کرّمنا شو مکرم

و جنت ته یې روان په ډېر اعزاز کړ
 پری پريوان یې کړ انواع انواع نعم

بيا شيطان یې وسوسه وروسته زړه ته
 په ویېل یې د حوا وخوړ غنم

د جنت جامې یې والوتې له تنه
 بی بهاسه شو بربنډ په هغه دَم

له جنته یې بيرون په درد او دوک کړم
 د عصی آدم ندا شوه په عالم

ده د زړه له سوزه دا ناره وهله
 هم یې دا ناره زخم شوه مرهم

چې نسبت یې کړم و تا و ته ويريږم
 خو هم ما وکړ په ځان باندې سِتم

څه شيطان، څه هو، څه زه، څه زمونږ فعل
 ولې نه شي زورور ورته ویل سم

هيڅ حجت له زورورو سره نه شي
 ګرم یې ته عبد القادره يار ناګرم