...

عبدالقادر خان خټک

محبت زما بادشاه، زه یې غلام يم
 سرفراز یې په خدمت په صبح و شام يم

په يوه کاته یې سل شرفه مومم
 ځکه هسې تر هر چا بلندمقام يم

چې په بوی یې د مستۍ چرخ څرخيږي
 اميدوار ستا ساقي د هغه جام يم

يوه ورځ به مې په حال ترحم وشي
 په اميد د صافو میېو دُر د آشام يم

ترکول د خپل خواهش کمال د عشق دی
 رضامند د عاشقۍ په کام ناکام يم

اوم کباب د اور په تاو ژړا فرياد کړم
 که د عشق له اوره آه وکړم لا خام يم

چې شفيع مې د ګناه خير الانام دی
 غم مې نشته که هر څو شر الانام يم

هر غزل می مُبرا دی له تکليفه
 په ساده پښتو ویل شيرين کلام يم

دروغژن ورته خپل ځان نيولی نه شي

 په رښتيا عبد القادر تيره صمصام يم