...

عبدالقادر خان خټک

چې نيولی یې د مينې په تالان يم
 ځکه هسې رنګ بهتر تر درست جهان يم

عاقبت به د يوسف غوندي عزيز شم
 چې بندي د يار په چاره زنخدان يم

د خپل يار سروسامان واړه زما دي
 غم یې کوم دی که بې سرو بې سامان يم

چې پرتو یې د ښه مخ راباندي وشو
 لکه لعل قيمتي د بدخشان يم

د حريرو په کاغذ د سرخي ميم دی
 که یې خوله ده! و تحقيق ته یې حيران يم

ستا له لاسه کل داغونه راته بس دي
 مستغني له تماشې د ګلستان يم

خدای مې خپل باڼه د دوو سترګو نشتر کړه
 که بې تا د بل و مخ ته نګران يم

که د مزکې غوندي کوز په تواضع يم
 په همت تر واړو پاس لکه آسمان يم

د عوامو تر نظر لکه ګدای شوم
 و خاصانو ته شاه د کُن فکان يم

نا آشنا د ناآشنا په قدر څه زده
 که و نور خلقو ته سپک و يار ته ګران يم

ناداني تر ناپوهی یې راته ښه شوه
 نه پوهيږم چې هوښيار يم که نادان يم

«يم» ویل په طريقت کې مشرکي ده
 د «يم يم» په قافيه راوړل پښيمان يم

د سخن خوبي همه لرم موجوده
 زه عبد القادر محتاج د سخندان يم