...

عبدالقادر خان خټک

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
 ځکه نور عالم غمونه کا زه سخ کړم

له اندوهه مې لړمون شو پُر په وينو
 د بلغم په ځای مې وينې ځي چې اخ کړم

نفس شيطان ليونی سپی راپسې شوی
 مګر ستا توفيق رفيق شي چې یې چخ کړم

خو ګرمي د محبت لرم په زړه کې
 نور له واړو غيرو چارو یې سوړ سمخ کړم

په دا راز عبد القادره څوک پوهيږي
 چې ښکنځل درته کوم درباندي مخ کړم