

عبدالقادر خان خټک
مخ دې لکه نمر دی ورته ځير کتلی نه شم
ځکه یې د مدحې تر عهده وتلی نه شم
زړه
مې یې غلبيل کړ د هجران په ناوکيو
راز پکې د يار د محبت ساتلی نه شم
اوس
مې په معنو کې ښه میېن د سترګو کسي
کسي به د خلقو په ویل ويستلی نه شم
زه
یې د زنخ په چاه کې بند لکه يوسف شوم
بې یې د زلفينو په رسۍ ختلی نه شم
بند یې د حواس په پنجره زه عبد القادر کړم
زړه مې پرواز غواړي ولې الوتلی نه شم