...

عبدالقادر خان خټک

کله زه د بيګانه عالمه زار کړم
 زه هم خپل آشنا له خپله لاسه خوار کړم

د هر چا خبرې وړم د ده له مخه
 په عالم کې یې بې قدره بې وقاره کړم

چې په څښل د خپلو وينو سرخرو کيږم
 څه منت به د دونانو د دينار کړم

چې په وازه خوله موندی شي مه یې وينم
 که صدف غوندي حاصل دُرِ شهوار کړم

که ښادي یې د جهان واړه زما شي
 زه به واړه د خپل يار له غمه ځار کړم

خاربندي مې د بڼو کړه ترې چاپيره
 ګوندې خيال د يار په سترګو کې ايسار کړم

چې یې رنګ په لږ ډير ګرم باد توريږي
 څه اميد به د ژوندون په نوبهار کړم

د پيوند ګيله دې هيڅوک له ما نه کا
 محبت له خپله ځانه هم ويزار کړم

چې مې تل عبد القادر په در کې پروت دی
 عاقبت به یې له سپيو سره شمار کړم