...

عبدالقادر خان خټک

يار مې تله د باغ په لور کاندي پوهيږم
 ګل به حسن ځينې پور کاندي پوهيږم

د صبا اثر یې شته دی په قدم کې
 نغښتی ګل به د باغ خور کاندي پوهيږم

چې په دا حسن جمال له کوره ووځي
 ډيره به وران ورپسې کور کاندي پوهيږم

چې تور مخي رقيبان یې خواوشا ګرځي
 د يار زړه به له ما تور کاندي پوهيږم

چې رقيب یې مخ ته ګوري زه هم ګورم
 دا کتل به مې شبکور کاندي پوهيږم

مشاطه شانه په لاس ور لره راغله
 د وربل دور به یې خور کاندي پوهيږم

شمع ځکه ورسته شپه ژاړي له غمه

چې صبا به مجلس خور کاندي پوهيږم

هر چې غوړ وي د دنيا په ښيرازيو
 زمانه به هغه سپور کاندي پوهيږم

کله زړه عبد القادر په رضا ور کړ
 ښایسته په زړونو زور کاندي پوهيږم