...

عبدالقادر خان خټک

که هر څو د بيلتانه له غمه وایم

 خپل ژوندون مې دروغژن کاندي چې پايم

د هوسۍ په ښکر برات شوی د يار وصله
 بې هوده دې د ديدن په تمنا يم

په قد خم په تن ضعيف ګوښه نيولی
 په مثال لکه آبرو د دلربا يم

لوی هلک مې واړه يو ځبله ښینه
 ستا په مينه لکه مياشت انګشت نُما يم

خپله خاورې مې په قدر تر عنبر دی
 هم په دا چې ستا د سپيو خاکِ پا يم

چې حريف د خوشحاليه بې وفا دی
 له اندوه سره دایم رفيق په دا يم

د خوښی یې نامحرم دې نه را درومي
 نن شپه زه د يار له غمه خوا پخوا يم

چې یې واخسته پرده د ګل له مخه
 منت بار د احسانونو د سبا يم

تورې سترګې تورې زلفې یې بلا دی
 اخته کړی زه هم تا په دا بلا يم

هيڅ تشبيه تمثيل یې نشته په جهان کې
 نه پوهيږي چې يار څرنګه وستايم

ستا په حسن سوګند خورم پخپله مينه

 تر ځان زه عبد القادر میېن په تا يم