...

عبدالقادر خان خټک

چې څوک بد راسره کړه ورسره ښه يم
 هم په دا د ښو د بدو تور لېمه يم

له هغو مې څه اندوه چې په خوی اوروي
 په خپل خوی کې نرم سرد لکه اوبه يم

چې وما ته زما عيب پيشکش راوړي
 د دې هسې يار له خدايه په غوښته يم

فرښتې دې غم زما د عصيان نه کا
 که مفسد يم که ظالم يم بيا د ده يم

نور زما دی، زار زما د نورو څه دی
 د پتنګ غوندي که خير د ځان په سوه يم

په ايرو یې مخ سپيره شي چې نفاق کا
 آیېنه غوندې مخ سپين په زړه تور نه يم

چرې نه وي چې به بل مخ و ته ګوري
 په هجران کې خوښ د سترګو په واته يم

له نور چا کله ګيله عبد القادر کړم
 زه خوار کړی خپلو سترګو يم خپل زړه يم