...

عبدالقادر خان خټک

ښه شول چې ښه نه شول هر چې بد دی له ازله
 بد به ستا و بدو ته بد وایې لَم یزله

هر چې په نسبت زما و ما ته ترخه دی
 بل و ته هغه ترخه خواږه دي تر عسله

کفر که ايمان دی و عارف و ته يکسان دی
 واوره که پوهيږې دا وينا زما مجمله

ستا فعل هرګز نه دی خالي له حکمتونو
 ته هغه حکيم یې چې دې کار دی بې خلله

واړه موجودات ستا په هستی باندې دليل دي
 هم دې په توحيد باندي تر ماشي تر جمله

هر څه ته چې ګورې ستا جمال به پکې وينې
 تا یې چې په ذره د معرفت ډيوه کړه بله

هر څه ته نزدې یې په قدرت تر هر څه خيره
 ذات او صفات کې له همه خيرونو بيله

تا ته رسيدل دې تا په فضل وعنايت شي
 کله رسيدلی دی څوک تا و ته په ځله

کله سيلاب آوړي د خځلو په بندونو
 ستا تقدير درياب زما تدبير لکه خځله

هر چې په آخر له هغه کاره پښيمانيږي

 مه کړه هغه کار عبد القادره له اوله