...

عبدالقادر خان خټک

تر نباتو لا خواږه دي ستا ترخه ترخه ویل
 ډير د پير تر دعا بِه دي ستا د خولې ښيرې ښکنځل

د واعظ په نصيحت مې مينه لا په يار زياتېږي
 سرې لمبې دي نه ډيوه چې به مړيږي په پوکل

ګوره اوس به یې تر درنګه د عاشق په وينو سره کا
 په دا څه شوکه یې نن د خيال نمري واغوستل

کله ګل دی د رابيلو چې دا هسې سپين ځليږي
 دا یې وچولي ښکاريږي تر پريشان پريشان وربل

په لمن کې یې ګلونه د بهار له سيله راوړه
 په تارونو یې زما د زړه هارونه وپیېل

نه يوازي زما راز وښکو يا رنګ د مخ رسوا کړ
 آه مې لا د زړه رازونه و عالم ته ښکارول

په زيري کې به یې سر عبدالقادر ورته پيشکش کا
 که څوک هسې زيری راوړي چې نن يار درته زول