...

عبدالقادر خان خټک

په دنيا کې کمال نشته بې زواله
 د زوال اندوه کوه صاحب کماله

د هجران له غمه تريخ لکه بیلتون و
 ما هرګز لذت بيا نه موند له وصاله

نمر له تا نه منور شو، دا له نمره
 څوک به مياشت کا ستا له مخه سره سياله

ستا په تللو مې ارواح درومي له تنه
 يو زمان راځينې مه ځه د يار خياله

چې په هجر یې ړوند نه شوم په وصال کې
يار ته غټ نه شم کتی له انفعاله

هغه چا چې ايښی داغ زما په زړه و
 هم هغه ورباندي کيښود له دسماله

که ګذر زما د يار په کوڅه وکړې
 دا پيغام پرې باندي ووايه شماله

زه که يو ساعت بې تا نه يم بې غمه
 تا دې خدای همېشه خوښ لري خوشاله

ډير میېن په ډير ارمان په وبا بيل شوه
 خدای دې را مه وله بیا د غواص کاله

تر هر حرف یې بوی د مشکو د عنبر ځي

 چې ثنا عبد القادر کا ستا له خاله