...

عبدالقادر خان خټک

دريغه دريغه يوځل وليدلی يار خپل
 چې ښکاره مې کړی و ده و ته اسرار خپل

نشته څوک چې دلاسې کا د غمژنو
 څوک به څه و بل يوه ته وایي زار خپل

سرې سرې وښکې مې له مخه په لمن ځي
 د يار غمه راشه ګوره لاله زار خپل

چې پرې غم غلطوم درې مې محرم دي
 يو قلم، دويم کتاب دريم اشعار خپل

له خزانه به څه ويره څه به ډار کا
 چا چې توی کړ تر خزان په نوبهار خپل

په هر لوري چې مې بيایې پسې درومم
 ما په لاس د عشق ورکړی دی مهار خپل

که څوک نوم د لباسي ږدي په ما، ښایي
 چې مې وران نه کړ په يار پسې روزګار خپل

څو دې زړه هومره ستم کوه دلبره
 ما بښلی دی و تا و ته آزار خپل

له غليمه دې نه غم نه دې وسواس کا
 هر چې وسپاري و خدای ته کاروبار خپل

مستعد یې په ليدو نه یې غافله!
 دلبر کله دريغوي له چا ديدار خپل

ګل اندوه به پسې شا عبد القادر کا
 مخامخ که ورته ودروي نګار خپل