

عبدالقادر خان خټک
په
ګلونو آواز ورو کوه بلبله
پريشانيږي ستا له شوره له غلغله
عقل
هوش عزيز ته هر څه ښندل لشي
ته يو څه رنګه ډير ګران یې د مل مله
خدای
دې نه کړه چیرې څرخ به دې په پښو شي
قدم ورو ږده د رابيلو په ګل ګله
و مطرب ته مينا وایې وايه وايه
دا معنی یې پيدا کيږي له قلقله
صدقه یې هم تر پَل عبد القادر شه
څه قدرت لري چې وایې له دلدله