

عبدالقادر خان خټک
ته
که خپله څهره نه لرې بدرنګه
آیېنه په کوم ګناه وهې له سنګه
چې
صبا یې د ښایست بازار خوريږي
شمع ولې روپوشي کا له پتنګه
د
بلبلو اوازونو د ګل حسن
مستغني کړم نوبهار له راګه رنګه
بيا
طالع راسره صلح کا پوهيږي
يو زمان چې را سره نه وي بې جنګه
چې یې رشک په سيوره کړم چې ورسره وي
ترڅو به ګورم اغيار د يار له څنګه
غنيمت
ګڼه دا دم، راځيني مه ځه
ګوره اوس به چرخ څه پيښ کا له درنګه
لا
کچکول، مصلا مزکه درته بس وي
که کچکول، مصلا نه لري ملنګ
ليونی
ليونی وایې ليوني ته
ليوني د دنيا خونه نه کړه ړنګه
شپه
تاريکه لار باريکه په کمر کې
فهم کړه عبد القادره له ګړنګه