

عبدالقادر خان خټک
خدای
دې راوله زما ياره ملوکه
بې تا خلاص نه يم يو دم له درده دوکه
د
زخمي زخم یې ورځ په ورځ خوږيږي
ستا شيتی وه شيتی عين د پړانګ نوکه
محبت
یې هسې رنګ په يوه رنګ کا
چې هيڅ فرق د مالک نشي له ملوکه
پريوتلی
یې ورځي تحت الثری ته
تر آسمانه ده بلنده د زړه
کوکه
خدای دې لاس د هغې لیندۍ دواړه
پرې کا
چې شيدا بلبل یې وويشت په مښوکه
د
کشمشو په لذت به څه پوهيږي
چې یې خله وي عادت شوې له املوکه
چې
یې نه وي حال احوال د سالکانو
څه فایده چې قيل و قال کا له سلوکه
لکه
څوک چې په ويشتل د ګلو خوښ شي
هسې خوښ شي مشتاقان د يار له سوکه
چې بې درده خبردار له درده نه شي
په زور مه کوه عبد القادره! کوکه