

عبدالقادر خان خټک
له
صادقه مخالف وي منافق
منافق له منافقه موافق
ليونی
و بيداردانو ته ښکاريږي
د عاشق قدر په چا وي؟ په عاشق
د
عزرا عزرا یې عقل ځينې يووړ
که مجنون شو عزر عشق و د وامق
شکر
نن یې د سپي نوم را باندي کيښود
که هر څو د دې نامې نه وم لایق
فوقيت
په پاس ناستي نه حاصليږي
کله خر په ملغلرو وي فایق
چې
به ستا له دره ځم د سر په ويره
آه به چيري په ځان نوم ږدم د آبق
که طالب یې د وصال عبدالقادره!
اول لرې کړه له دله علایېق