...

عبدالقادر خان خټک

دروغژن وعده خلاف
 نه دې کا د مردي لاف

شاهدي لي د دروغو
 په خپل ځان باندي خلاف

نه يو درنګ د يار په کوی کې
 نه سل کاله اعتکاف

د کعبې تر طوافونو
ښه دی لا د زړه طواف

زړه په مثل آیېنه دی
 تن په مثل د غلاف

هاله مخ کې ليده شي
 چې یې مخ لري تل صاف

آسمان خونه د فقير ده
 نالی مزکه نمر لحاف

قوت یې خپل خون ځيګر وي
 منت نه وړي د اجلاف

رګ یې تار تن یې رباب دی
 صُور یې تل د يار اوصاف

تل انصاف ورکوي بل ته
 له چا نه غواړي انصاف

صلح کُل دی له عالمه
 له خپل نفسه یې مصاف

چې په ښه خصلت شريف وي
 هم هغه ګڼه اشراف

په نسب چې خوی یې بد وي
 نسب کله دی معاف

يو يو ناف دی چې نافه شي
 نافه کله شي هر ناف

ستا قسمت عبد القادره!
 نون پيوند نه وه له کاف

هاله وشه حرص مه کړه
 که مومن یې په حا قاف