

عبدالقادر خان خټک
يو ځل
بيا هغه نګار وليدی دريغه
آهو چشم ګل رخسار وليدی دريغه
چې
قرار ورځنې لاړ له ډېره غمه
بيا هغه خاطر قرار وليدی دريغه
د
سپرلي ګلونه وا په باغ او راغ شوي
د بلبلو پرې چيغار وليدی دريغه
په
خندا خندا راتلې تڼۍ شليدلې
له مستی یې خور دستار وليدی دريغه
چې
له ډيره کبره سم نه ځي په لارې
هغه تُرک کج رفتار وليدی دريغه
چې
په تله یې نور زما له سترګو يووړ
ښایسته نور الابصار وليدی دريغه
د
دورې یې انديښنې له مينځه لاړې
يار له يار سره کنار وليدی دريغه
په
عاشق باندي یې مهر رنګا رنګ کړی
تر نظر یې رقيب خوار وليدی دريغه
چې
په هجر کې یې حلق زما تريخ کړ
په دوه شونډو شکربار ليدی دريغه
پاس
په زړه باندي مې ميشت د غم لښکر دی
دا لښکر مې تار په تار وليدی دريغه
دا آرزو عبد القادر لري په زړه کې
چې تر مرګ پخوا خپل يار وليدی دريغه