

عبدالقادر خان خټک
که
هر څو نصيحت ښه وایې واعظه
بهتر دی چې ما ته نه وایې واعظه
عاشقان
په عشق کې کله نور څه اروي
و کڼو ته وعظ څه وایې واعظه
نصيحت
و ليوني ته ليونتوب دی
که پاخه وایې اومه وایې واعظه
په
خاطر باندې مې سخت تر کاڼي لګي
پند که نرم تر اوبه وایې واعظه
لا
تر ما په زړه کې ته باندي میېن یې
مذمت د عشق په خوله وایې واعظه
په
خلوت کې په خلاف د دواړو کار کړي
هر چې ته په منبر ووایې واعظه
ستا
ویل راباندې ځکه اثر نه کا
چې ته نه کړې هر چې ته وایې واعظه
تر ګنډير دي لا ترخه عبد القادر ته
که هر څو ورته خواږه وایې واعظه