...

عبدالقادر خان خټک

خيال یې چې په زړه کې د رخسار ساتم همېش
دننه په ګوکل کې ګويا نار ساتم همېش

بحر په کشتۍ کې نه ځایېږي سيند د وښکيو
 څو به یې په سترګو کې ايسار ساتم همېش

ستا چې خوشحالي کيږي زما په خواريدلو
 پس له دې به ځان ترې خوار وخوار ساتم همېش

عيش مُنغض شي په ورتله زما د خلقو
 ځکه له عالمه ځان کنار ساتم همېش

ډير را باندي خوږ دی، په بل چا مې پيرزو نشې
 پټ ننه په زړه کې ستا آزار ساتم همېش

نښه په هجران کې ستا له لاسه داغ لرم
 ګل غوندي تازه د داغ پرهار ساتم همېش

خوښ یې په آواز يم چې فرياد عبد القادر کا
 ځکه یې دا هسې شان افګار ساتم همېش