

عبدالقادر خان خټک
خو
خبر نه دي وګړي له دې رازه
ګنې بيل حقیقت نه دی له مجازه
عارفان
چې له خوديه ځان خالي کا
تسبيح اروي د شپيليه له آوازه
که
په عشق کې نسب شرط د محبت وي
د محمود مينه به نه وه له آيازه
امتياز
یې ترمنيځ حسن را پيدا کا
ګنې فرق د بدخويۍ نشي له نازه
چې
یې ونغښته لمن له خار و خسه
سروه ونه شوه په باغ کې سرفرازه
چې
آغاز د چارې ښه انجام یې ښه شي
دانا ځکه تل په بيم دی له آغازه
زه
په دا وخپل میېن ته پيشکش نياز وړم
چې کمی د هيڅ څيز نه لري بې نيازه
ستا
به ساز بې سوزه هيڅ سروده نشي
ای زما دله تمام له سوز و سازه
سيند خُونی، باد مخالف، شپه توره تمه
ګوره چرته به شي سر زما جهازه
لوږه،
تنده، رنځ و زحمت، نورې خوارۍ
همګي واړه آسانه دي تر آزه
چې خپل يار عبد القادر ته په نيت ښه وي
نور یې کومه انديښنه ده له غمازه