...

عبدالقادر خان خټک

زړه مې هر ګور وو له هجرانه افګار
 شکر حق را که باز آمد يار

سروه سرکوز له انفعاله کاندي
 چون خر امد بسوی باغ نګار

څوک به لاله د يار د مخ کا مخې
 آن سيه دل کُجا وآن رُخسار

په موافق د محبت شي عتاب
 مشو از جورِ يار خود آزار

متحير یې په ليدو د جمال
 همه خوبان چون صورت ديوار

خو اتصال دې د عاشق شي نصيب
 خواه در باغ وخواه بر سرِ دار

باغ و شاهد ښه ښه ياران موجود
 خيز ساقي شراب ناب بيار

ګوره بيا کله رایشي هغه وخت
 که نهم لب به لب شکر بار

نور د زړه مراد عبد القادره پريږده

 ګر بيا بی مراد دېل اين بار