...

عبدالقادر خان خټک

اې چې د ښایست په باغ کې ګل لري بيشماره
 هيڅ به دې کم نشي يو څو ګل ورځنې ماره

شونډې یې مهرې زلفې ښامار ترې جار وتلې
 بويه سربازان چې مهره اخلي له ښاماره

زما او ستا ترمنځه «زما» «ستا» وينا نه بويه
 نه شي په ياري کې يه همارا وه تمهاره

سخت دی د نيمګړيو طبيبانو ناز تر مرګه
 مرګ ته غاړه کېږده دارو مه کوه هماره

پاس په بام ولاړه د غمزي ناوک په ګرت کې

 زړه به دې زخمي کا، په دا لاره مه ځه ياره