...

عبدالقادر خان خټک

مخ په هر لوري جلوه کوي د يار
 ابصرُو ابصرُو اولو الابصار

بې محابا راکړه کيږده قدم
 لَیس فِي الدار غيرُنا دَ يار

په بد صحبت د نبي زوی شه خراب
 اتّقُوا من مجالِس الاشرار

په ورکول د سر وصال مونده شي
 اَبشروا با معاشِر التجار

طعن و پيغور و ما ته مه کړه شيخه!
 انا عاصيُ وربّنا غفّار

که رقيب ووينې له ياره سره
 قُل اَعوذُ بربّ لَيل ونهار

د جواب څوک دی چې آواز وکاندي

 لمِنِ الملکُ واحد القهار

رب ښه يار عبد القادر ته ورکړه
 وقِنا ربَّنا عذاب النار