

عبدالقادر خان خټک
بړ
بړ رایشه زما د سترګو توره
خدای مه کړه د زړه مينه له تا نوره
زما
ستا له مينې ډير عالم خبر شه
څه به ويره کړي له شرمه له پيغوره
عاشقان
له تهمتونو نه خلاصيږي
همېشه باندې غوغا وي لور د لوره
سپی
که هر څو غپا ډيره کړه مزري ته
زمری هيڅ نه کا پروا د ده له شوره
که
نمځن ویل دې نه کيږي و ما ته
کله کله راته کړه خبره سپوره
چې
رقيب و ته ښکنځل کوي زه سوزم
جګې جګې بې له ما نه بل مه زوره
زور
قوت د زوره ورو د زړه کم کړې
يوه څه بده بلا یې د عشق زوره
مستغني
یې د جهان له بادشاهۍ کړم
د همای تر سيوري به ده ستا سيوره
څو
دې تورې سترګې تورې خاورې نه دي
تل پرې مخ عبد القادره د يار ګوره