...

عبدالقادر خان خټک

که هر څو لعل آبداري لري دلبر
 نه شو هيڅکله پرې يخ د چا ځيګر

د هغو شهلا نرګسو له فراقه
 همېشه مې تر نرګسو ځي ګوهر

هر يو ګل یې د ښایست د باغ منظور دی
 ولې لا یې په سمن لږي نظر

راشه وګوره زما زيبا صنم ته
 که به ګورې په يوځای شمس و قمر

سروي سر د خجالت په مزکه کيښو
 چې سر هسک کړ په بستان د يار عرعر

د ژوندون چينه ياديږي په تياره کې
 په غروب شي د عاشق د بخت اختر

چې غنچه یې شګفته په تبسم شي
 له ګوهرو یې جهان شي منور

که له ډيره رشکه وچوي حد یې څه دی
 چې له ملا سره یې مو وهي کمر

که یې نوش عبد القادر د شکر می کا

 پرې به شي د مرګ تلخي شهد و شکر