...

عبدالقادر خان خټک

چې مې وليده د يار سره اغيار ګډ
 په فرياد شوم په ژړا شوم په چيغار ګډ

آیېنه د زړه صفا له خاکساری شي
 هم په دا له تورو خاورو شه خاکسار ګډ

عندليب د زړه له تاوه نارې وکړې
 چې یې وليده له ګله سره خار ګډ

هر يو ګل مې په زړه خار غوندې څرخيږي
 چې بې تا شم کله کله په ګلزار ګډ

ستا په زلفو کې مې زړه هر ګور پريشان شو
 مسلمان دې نه کا خدای په هندو بار ګډ

ناداني نادان همېش لري په عيش کې
 هوښياري د غم په سيند کاندي هوښيار ګډ

چې آخر ځنې واته په ډير ارمان دی

 نه به شي عبد القادر په دا بهار ګډ