...

عبدالقادر خان خټک

ای په زنې ناشپاتی په شونډو قندې
 په قامت تر پيروي ونې لا بلندې

خوشخرامه ګل اندامه عنبر مویې
 خود نمایې خود ستایې خود پسندې

که زاهد دی که عابد ترې نه خلاصيږي
 خلقي دې کړي په تورو زلفو بندې

منور دې کړي عالم د مخ له نوره
 لکه نمر په تمامي عالم څرګندې

ستا په تش نظر مې رنځ د زړه ورکيږي
 يوځل وُ ګوره و ما ته سترګې برندې

په هجران به دې تر کومې خوار و زار يم
 په وصال مې بهره مند کړه بهره سندې

هر قدم په فهم ږده عبدالقادره
 د عشق لار کوهی کوهی ده کندې کندې