...

عبدالقادر خان خټک

صباحت د ولايت نمک له هنده
 د دې دواړو یې ساز شوی زما جنده

د کوثر د اوبو آب دې مخ لرينه
 د مشتاقو ځنې نه ماتيږي تنده

په دا دوه حرفه ادا مسلماني ده
 هر چې نه پسندي په ځان په چا مه پسنده

هر پيوند یې د ذلت قطعيت کاندي
 بادشاهي تر تا قربان د عزت کنده

چې یې اوس په ټولولو نه مړيږي
 هم دا خپل دولت به وکا پتا شنده

د زاهد له صومعې عبد القادره!
 ووځه مراد د خپل خاطر غواړه له رنده