

عبدالقادر خان خټک
ناآشنا
تر آشنا ښه یې نن وکانده
له دې پسه زړه له چا سره مه خانده
که
یې لوی د زړه په وينو لکه ګل کړې
هم هغه به په زړه درکا لښته تانده
چې
تر سر یې ځان لوګی کړي قربانيږي
د جفا په اور دې سوزي لکه سپانده
خپل
پردي ته ځای د طمعې پاتو نه شو
خدای دې نه کا څوک پخپل چار درمانده
د
عزت ترخو ته ځان نيولی نه شي
په خوږو پسې د مچ غوندې ګزانده
بې
اجله به یې خلاص له درده نه شي
د بوخوی سياره په چا مه شه اړانده
د ستم په ښکر دې خوږ عبد القادر کړه
په ظاهر صورت سړی په خوی یې دانده