

عبدالقادر خان خټک
که
د نورو توانګري په سيم وزر ده
د عاشق ده په سپين زړه په چېره زرده
لکه تږی د سړو اوبو حظ مومي
مشتاق لامومي لذت د يار له درده
په
سپين مخ دې ويښته نه دی تور لوګی دی
چې وتلی دی زما له آه سرده
چې
د تورې مخ یې سُور کړ په ميدان کې
هم هغه سرخرویي يوسي له نبرده
بل
ګناه یې بې مردۍیه نه ښکاريږي
چې نامرد سړی کينه کاندي له مرده
په
نامردو مشک عنبر نولي فلکه
آلوده لرې د مردو څهره له ګرده
خپل نصيب کړه په تار خار عبد القادره
يار که هر څو حسن زيات لري تر ورده