

عبدالقادر خان خټک
نن
یې بيا کيښو په سر باندې د ستار کج
لکه مست هاتي په لار کوي رفتار کج
مخ
به چيرې راته سم کړې په يارۍ
کې
که همېش به یې لرې راته نګار کج
فلک تا غوندې ډېر سم کړه ته پسې
یې
له غروره به تل څو درومې په لار کج
دانا
وران کارونه سان په دانایي کا
په تعجيل سره نادان کاندي سم کار کج
په
راستی کې چې مونده رستګاري شي
سکه زنهار، و چا ته مه وايه ګفتار کج
هر
چې سم ځي په روزګار کې غم یې نشته
همېش غشی مومي تاو د استکار کج
سروې! هيڅ په پستوونو لویې مه کړه
ستا به هم ګانده قامت کاندي روزګار کج
که
فلک ورسره کج شي غم یې نشته
مه کړه خدای عبد القادر سره خپل يار کج