...

عبدالقادر خان خټک

خپلې مينې ليونی کړم و عالم ته
 زه له چا مانې کوم وایم قلم ته

چې قلم د جدایۍ زما واهه شو
 په ژړا مې سترګې سرې کړې و شبنم ته

چې په مخ دې توري زلفې راخورې کړې
 دا د غره آهو به پريباسي و سَم ته

چې به ودروي اتلس زره قامه

 هغه ورځ به مخلوق ګوري ستا و فم ته

هر امت چې د رسول محبت نه کا
 سرنګون به ياره دورمي جهنم ته

طبيبان دې غم زما د دوا نه کا
 تا ويشتلي هوس نه کا و ملهم ته

زه قادر بې آتشه په اور وسوم

 لږ د رب د پاره ووايه صنم ته