...

عبدالقادر خان خټک

بَل کړه د اخلاص په غوړ چراغ د عبادت
 موم د عصيان ويلي کړه په اور د ندامت

سترګې کړه اُوره باران د وُښکيو ځنې وره
 ګندي دې ميوه کاندي نهال د محبت

هسې رنګه ومره چې خپل ځان له خلقو خلاص کړې
 نه وي چې سبب شي د خلاص یې ستا رِحلت

غم د نورو واخله په چا مه ږده خپل غمونه
 پاتو به دې نوم شي په جهان د فتوت

تخم یې يوځل د کيتي په خاوره پټ کړه
 هله به زرغون شي د لویۍ زراعت

خوش پخپله بخره شه حسد له هيچا مه کړه
 هر چا ته رسيږي خپله بخره خپل قسمت

موړ به هرګز نشي د حرص د قحطۍ وږی
 هيڅکله به وږی نشي موږ د قناعت

ناست په اور کې ښه یې نه د بدو په مجلس کې
 اور د صورت سوزي، سوزي دين د بد خصلت

سوزي د حسد په اور وجود  د حاسدانو
 خوښ ګرځي محسود له دغه اوره فراغت

ستا تدبير دوزخ دی، جنت کار سپارل تقدير ته
 خلاص شه له دوزخه ځان داخل کړه په جنت

پاڅه ساقي راکړه، پياله د میېو پوره
 يار، د سيند کنار، وخت د بهار دی غنيمت

ستا پياله چې وڅښم ویل کړم له خط و خاله
ښه غزل انشا کړم د دلبرو په صفت

يار مې باده خور شو، څرنګ زه ځنې انکار کړم
شرط دی د يارۍ زمونږ په دين موافقت

ستا په تله مې باغ د سعادت پژمرده کيږي
 وکړه د رحمت نسيمه! بیا مراجعت

هر چې له چا اروې غوږ کاڼه کړه ترې تيريږه
 مه کوه عبد القادره چا سره حجت