...

عبدالقادر خان خټک

بيا مې نوې مينه ورغله و دل ته
ګويا سرې لمبې مې پريوتې ګوګل ته

چې دا هسې رنګ په سرو لمبو کې وُسي
 پخپل زړه پورې حيران يم ستا وربل ته

سترګې سرې لاسونه سره جامې ګلګونی
 ګويا بیا درومي د چا و قتلول ته

کوم کم بخت سړی پښيمان کړي چې رانغلی
تا ویل چې زه به دریېشم بورجل ته

چا چې يو ځله ليدلی هغه مخ دی
سترګې وخوره که به وګوري و بل ته

د راتلو زيری دې باد په چمن وکړو
 سترګې وختې د ګلو ستا ليدل ته

د اورو په ژړا لا ګلونه وا شي
 کله ګوري ښایسته د چا ژړل ته

لا خندا یې درسته کړې نه وي خور شي
 څه فایده ده د لاله و غوړېدل ته

چې و مخ و ته یې ګورم ننداره مې
هرګز نه پريږدي د سترګو وځمبل ته

مګر ګل به همېشه په باغ کې وُسي
 چې په خواره سترګه ګل ګوري بلبل ته

ډمې! تار یې د زلفينو و ما راکړه
 چې یې کيږدم د کفن و رغول ته

وايه وايه دا بيان عبدالقادره!
دواړه غوږه مې نيولي ستا ویل ته