...

عبدالقادر خان خټک

مخ که واړوي دلبر زما و لور ته
 نور به شا کړم د فاني دنيا و کور ته

همېشه د جدایي په درياب ډوب يم
 د ديدن په طمع سر کړم کله پورته

د زړه زور د صورت توان مې هسې کم شو
 چې فرياد د کمزوري نه کړم په زور ته

غمخواره به زما څرنګ غمخواري کا
 چې احوال د عشق وايه نه شي غمخور ته

لاله زار به همه واړه قبرستان شي
 که د يار د مينې داغ يوسم و ګور ته

تورې زلفې یې د مخ په تاو تاويږي
 ويښته تاو شي چې نزدې یې کا و اور ته

حد د چا دی چې یې لاس په رخساره ږدي
کله ګوتې څوک وروړی شي و سره سکور ته

چې دریېم تر رنجو توری بې رنجو وي
په حيرت يم ستا د تورو سترګو تور ته

چې منکر ته يار ستايي عبد القادره!
 په معنی د نمر صفت کوي و کور ته