...

ملا لتاړ

يوسف بيرون له چاه شه، چې ښه خدای یې شه حفيظ

 خلاص له بنده شه بادشاه شه، چې ښه خدای یې شه حفيظ

که ونورو ته نار و، وخليل وته ګلزار و

 اور اثر ورباندې نه که چې ښه خدای یې شه حفيظ

چې لقمه يونس د حوت يوڅو ورځی یې دی قوت شه

 سلامت ترې را بيرون شه، چې شه خدای یې شه حفيظ

ملک درست سره درياب و، جهان درست په آب غرقاب و

 نوح خلاص ترې ځنی بيا موند چې شه خدای یې شه حفيظ

ورپسی فوځ د کفارو، حضرت ځکه پټ په غار و

 کافران پرې کور و کر شوو، چې شه خدای یې شه حفيظ

چې فرعون کار دعتاب که، ځان یې خپل ډوب په درياب که

 موسی خلاص شه له فرعونه، چې شه خدای یې شه حفيظ

هغه نه کاندي غمونه اې (لتاړه!) ډېر فکرونه

بېغمې کا تل تر تله، چې شه خدای یې شه حفيظ